دونالد ترمپ سخت دریځو ته د جګړې پر خبردارۍ ټينګار کړی

(Last Updated On: November 10, 2016 4:07 pm)

14947490_1156437441060690_5756812200716565280_n

د امریکا نوي ټاکل شويولسمشر دونالد ترمپ د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو په لړ کې سخت دریځو ته د جګړې خبرداری او له افغانستان سره د نږدې پاتې کیدو او د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو د هوډ په بدلولو ټينګار کړی.

دونالد ترمپ د امریکا درېیم ولسمشر دی،چې د افغانستان لهجګړې سره به لاس او ګریوان وي. که څه هم ترمپ د افغانستان د حالاتو په باب د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ډېر لږ تمرکز کړی؛خو په لنډو کې یې ډاډ ورکړی و،چې له افغان حکومت سره به همکاریو ته دوام ورکوي او د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو ذهنیت او هوډ ته به بدلون ورکوي.

امریکا په داسې حال کې د افغانستان اوږده جګړه تجربه کوي، چې د استخباراتي معلوماتو له مخې له لس ډېرې اورپکې ډلې په افغانستان کې له افغان ځواکونو او نړیوالو سره په جګړه اختهدي.

د نوموړي په وینا؛مونږ د سخت دریځو د کرکې پارونې مفکورې ته اجازه نه ورکوو،چې په هېوادونو کې و اوسیږي. مونږ سخت دریځۍ او ترهګرۍ ته ماته ورکوو. ما په ډاګه ویلي،چې ناتو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پاتې راغلې ده، نو ځکه مونږ به له ناتو سره له نږدې کار وکړو.

افغانستان په داسې حال کې،چې د امریکا او نړیوالې ټولنې پوځې مرستو ته اړ دی؛ترمپ په خپله ټاکنیزه مبارزه کې ویلي وه،چې له افغانستان څخه به خپل سرتیري راوغواړي.هغه چاره،چې د پوځي کارپوهانو په باور افغانستان به یو ځل بیا لسیزو وړاندې حالت ته ستون کړي.

پوځي کارپوه جاوید کوهستانی وایي، که څه هم ترمپ سخت دریځو ته د جګړې ګوتڅنډنه کړې اووسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي،چې خپل سرتېري له افغانستان څخه بهر کړي؛خو ترمپ اوس ویلي،چې په افغانستان کې به لس زره سرتېري وساتي، ځکه پاکستان په اټومي وسلو سمبال دی له دې پرته بله چاره نلرو.

طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې په ډاګه کړې؛ امریکا دې داسې پالیسي جوړه کړي،چې د نورو هېوادونو خپلواکي او آزادي ونه ګواښي. مهمه داده،چې امریکا باید ټول سرتېري له افغانستان څخه بهر کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه فردین بختیاري وایي،چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې بدلون امکان نلري.

دونالدترمپ د روان دوه زره شپاړسم کال د نوامبر په اتمه په ولسمشریزو ټاکنو کې خپلې سیالې هیلري ته ماتې ورکړه او د امریکا د پېنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه وټاکل شو. ترمپ د جمهوري پال ګوند په استازیتوب ټاکنو کې دریدلی و. نوموړی یو میلیادر دی.

خبریال: علی اصغري

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …