دونالد ترمپ به د افغانستان د مسلې په خاطر پر پاکستان فشار زیات کړي-مومند

(Last Updated On: November 11, 2016 11:48 am)

vlcsnap-2016-11-11-11h41m43s195vlcsnap-2016-11-11-11h42m58s136

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي؛ د امریکا نوی ولسمشر دونالد ترمپ د افغانستان د مسلې په خاطر پر پاکستان فشار زیات کړي، چې طالبان یا د سولې خبرو ته حاضر کړي یا یې له خپلې خاورې وباسي.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند ویلي، د امریکا د فشار په صورت کې به پاکستان روسیې او چین ته نور هم نژدې شي؛ خو ده په عین حال کې ومنله، چې دونالد ترمپ له روسیې سره د امریکا اړیکې نژدې کوي او ولادیمیر پوتین هم د دونالد ترمپ د غوره کیدو هرکلی کړی دی.

ده زیاته کړې، چې امریکا پاکستان ته اړتیا لري؛ ځکه، چې پاکستان اتومي وسله لري.

رستم شاه مومند دا هم وویل، چې د امریکا د فشار په نتیجه کې به افغان طالبان د پاکستان له ولکې ووځي او پر دې ډلې به د پاکستان اغېز ختم شي.

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …