عاجل خبرونه

دولت او نړيواله ټولنه دې علماوو ته برخه وركړي

(Last Updated On: March 11, 2014)

د خوست ولايت يو شمېر ديني عالمان او جهادي مشران وايي، تر اوسه، چې له وسله والوطالبانو سره د سولې په اړه كومې هڅې شوي دا يوازې ملت ته دوكه وركړشوې.

په خوست كې د مجاهدينو شورا  له خوا په جوړه شوې غونډه كې  پر ديني عالمانو او جهادي مشرانو سربېره د خوست سولې كميټې مشر او د محاكمو او د استناف څارنوالۍ رييسانو گډون كړى و.

په خوست كې د مجاهدينو شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ وويل، چې تر اوسه د سولې په نوم يوازې ملت ته دوكه وركړشوې.

ده له افغان دولت او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د سولې راتلو چانس يوازې ديني عالمانو ته وركړي او په ښكېلو خواوو يې هم غږ وكړ، چې عالمان د درېيم گړي په توگه ومني.

همدا شان په خوست كې د سولې كميتې مشر مولوي حنيف شاه هم ورته نظر لري او وايي، چې:

د سولې خبرې د رسنيو د سر ټكي گرزيدلي او بحثونو هم  پرې شوي؛ خو تر اوسه په كې د پام وړ پرمختگ نه دی شوی.

ديني عالمانو او قومي مشرانو له نړيوالې ټولنې او افغان دولت په کلکه وغوښتل، چې د سولې په راوستو کې رښتنې هلې ځلې وکړي؛ ځكه د قطر دفتر په دوبۍ کې د سولې پټې خبرې او په ځينو نورو ځايونو کې د سولې په اړه د تماسونو خبرونه اوريدل كيږي.

دا په داسې حال كې ده، چې د سولې عالي شورا په دوبۍ کې له يو شمېر طالبانو سره د خبرو د دوه يمې غونډې له چمتو والی خبر وركړى دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

(Last Updated On: November 12, 2019)ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون …