عاجل خبرونه

دولتي ځواکونو تیوره ولسوالي بیا ونیوله

(Last Updated On: جولای 27, 2017)

د افغانستان دفاع وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ د هېواد کماندو ځواکونو نن سهار د غور ولایت تیوره ولسوالي له طالبانو سره په نښته کې بېرته ونیوله.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجشنبې په سهار( د زمري ۵) ۹ نیمې بجې د افغانستان د پوځ کماندو ځواکونو په یوه ترپ دا ولسوالي، چې طالبانو پېنځه ورځې مخکې نیولې وه تر خپل واک لاندې بیا راوسته.

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛  دغه عملیات به د دې ولسوالۍ تر پاکولو روان وي.

د غور والي ویاند نن سهار آریانا نیوز ته د تیلیفون پر کرښه ویلي، چې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره نن سهار ۵ بجې ځمکني او هوایي عملیات پیل شول او تر دې دمه امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ ډېره سیمه له طالبانو بېرته نیولې ده.

د نوموړي په وینا؛ په دې عملیاتو کې له ۶۰ ډېر طالبان وژل شوي او ۲۰ دولتي سرتېرو هم خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره شپه یې رسنیو ته په ډاګه کړې؛ تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ بازار بمبارد شوی، چې ملکي ځاني زیانو نه یې رامنځته کړي دي.

د غور ولایت تیوره ولسوالي ۶ ورځې مخکې طالبانو نیولې وه.

ویل کیږي، چې د دغې ولسوالۍ له نیولو وروسته طالبانو د سیمې د روغتون ۳۰ کسه کارکوونکي او ناروغان وژلي دي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …