عاجل خبرونه

دفاع وزارت د ۵۵ وسلوالو مخالفینو له وژلو خبر ورکوي

(Last Updated On: April 7, 2016)

دفاع وزارت

دافغانستان دفاع وزارت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې، چې د هېواد په بېلا بېلو سیموکې ترسره شوي، ۵۵ تنه ترهګر د ۱۹ داعشیانو په ګډون  له منځه تللې او ۱۶ نور یي  ټپیان  شوي دي.

د خبر پاڼې له مخې دغه عملیات، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د  هوایي او ځمکنيو ځواکونو پر مټ ترسره شوي؛ د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالی په اړوند سیمه کې ۱۴ تنه د القاعده شبکې پورې اړوند وسله وال مخالفین او د  ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالی په اړوند سیمه کې ۱۹ تنه  داعشیان له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې د  روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالی په اړوند سیمه کې ۱۰ تنه وسلوال ترهګر وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

دغه راز د کندهار ولایت د میوند ولسوالی په اړوند سیمه کې ۹ تنه وسلوال ترهګر وژل شوي او ۳۳ کړۍ ماینونه کشف اوشنډ  شوي دي.

خبر پاڼې دا هم په ډاګه کړې، چې د ملي اردو ځواکونو د یولړ عملیاتو په ترڅ کې د غزني ولایت د اندړ او ده یک او د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالیو  په اړوند سیمو کې ۲ تنه وسلوال ترهګر وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

 د سرچینې د څرګندونو له مخې په یاد شویو عملیاتو کې د ملي اردو ۶ تنه سرتېری هم شهیدان شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په اړه بېړ نۍ ناسته تر سره کړه

(Last Updated On: October 19, 2019)ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په تړاو بېړنۍ …