عاجل خبرونه

درې زرو میرمنو ته د رهبري په کچه زدکړې ورکول کیږي

(Last Updated On: August 12, 2015)

vlcsnap-2015-08-12-19h02m52s193

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون او د امریکا د پرمختیا نړیوالې ادارې تر منځ د اته دیرش میلیون ډالرو په ارزښت یو تفاهم لیک لاسلیک شو.

د دغه تفاهم لیک په بنسټ به درې زرو افغان ښځو ته د مدیریت او رهبري زدکړې ورکړل شي.

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رییس احمد مشاهد وایي، زدکړې به یو کلنې وي او په پنځو دورو کې به دغه پروګرام بشپړ شي.

په همدې حال کې د امریکا د پرمختیا نړیواله اداره وایي، د دغه پروګرام موخه دا ده چې په دولتي بنسټونو کې د ښځو رول زیات شي.

د دغه پروګرام مسولین وایي، جذبېدونکې میرمنې به په یوې آزاده سیالي کې برخه اخلي.

.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

(Last Updated On: February 23, 2020)  د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه …