درانی: په د پرمختیایی پروژو په وړاندې نا امني لویه ننګونه ده

(Last Updated On: جولای 28, 2015)

vlcsnap-2015-07-28-19h02m12s242

د کلیو بیا رغاونې وزارت وزیر نصیراحمد درانی وایی چې د ټول هیواد په کچه په متوازن ډول د پرمختیایی پروژو د پلي کولو په وړاندې نا امني لو یه ننګو نه ده.

ښاغلي درانی وایي؛ که څه هم هڅی روانې دي چې له دېوروسته ټولو ولایتونو کې دپرمختیایی پرو ژو د پلي کولو لپاره ټولو ولایتو نو کې انډول و ساتل شی، خوپه ځینو ولایتو نوکې دا بهیرله دامنیتی ستونزو له امله نه تر سره کیږي.

په یو شمیر ولایتونوکې د په متوازن ډول د پروژو نه پلی کیدل یو لامل نا منی ده. زموږ دپروژو لپاره امنیت ډیر اړین ده.”

دکلیو بیارغاونې وزیر وایي؛ په زرګونه پروژي یی ګټي اخستنی ته سپارلی.

هغه همداراز وایي؛ تر اوسه دغه وزارت توانیدلی چې خپله ۴۹ سلنه انکشافی بودجه مصرف کړي.

د ښاغلي دراني په خبره چې وایي؛ پخپلو سلو ورځینو پروګرامونو کې هم له خپل ټاکلی هدف مخکی روان دی.

د کلیو پراختیا وزارت په تیرو شپږو میاشتو کې په زرګونه پروژي پلی کړي چې ټولیز لکښت یی ۱۴۴ میلونه او ۱۵۰ زره ډالرلګښت پري راغلی.”

د هغه په وینا؛ په تیرو شپږو میاشتو کي د ټول هیواد په کچه ۴۸۰۹ پروژې چي له جملی ۱۲۷۲ د اوبو رسونې، ۱۰۶۸ د اوبو لګولو، ۱۵۵۰ ترانسپورټي، ۲۱۳ د بریښنا په برخه کي، ۱۵۵ د تعلیم اوتربیې په برخه، ۱۱ د روغتیا په برخه او ۵۱۹ نوري رغنیز پروژي تر سره شوي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …