عاجل خبرونه

درانی: د کرنې د سکتور په برخه کې لسګونه پروژې تطبیق کړي

(Last Updated On: جون 23, 2015)

vlcsnap-2015-06-23-15h40m03s236

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت غواړي چې په څوارلسو ولایتونو کې د کرنې د سکتور د پیاوړتیا لپاره لسګونه پرمختیایی پروژې تطبیق کړي.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر د دې پروژو د تړونونو د لاسلیک پر مهال وویل چې د دې شپږ شپیتو پروژو په تطبیق یو سلو دري نوي میلیون افغانۍ لګښت راځي.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وایی، په دې پروژو کې پنځوس یې په سیلاب ځپلو سیمو کې د تخریب شویو تاسیساتو عاجله بیا رغاونه ده چې لګښت یې د آسیا د پرمختیایی بانک له خوا ورکول کیږي.

دا بنسټ همدا راز غواړي چې د اوبو لګولو د شپږو پروژو کار هم بشپر کړي.

درانی وایي، پاتې لس پروژې به د افغان حکومت له لوري تمویل شي:

د دې پروژو په تطبیق به یوسلو دري نوي میلیون افغانۍ لګښت راشي چې اکثره برخه یې د آسیا پرمختیایی بانک ورکوي او پاتې برخه به یې افغان حکومت تمویل کړي.

ښاغلی درانی وایي، په غزني کې د وزارت په ځینو په پرمختیایي پروژو کې د فساد موارد تر سترګو شوي، له همدې امله له یوې موسسې سره چې د پروژو د تطبیق مسولیت یې پر غاړه درلود، تړونونه لغوه شوي دي.

اته میلیون ډالر او یو اعشاریه دوه میلیون افغانۍ باید بېرته راکړي، ځکه چې کارونه یې سم نه وو.

شپږ شپیته پروژې به چې تړون یې د سې شنبې په ورځ لاسلیک شو، ټاکل شوې د بلخ، سمنګان، بغلان، بدخشان، پنجشیر، غور، بامیان، دایکندي، کابل، تخار، فاریاب، کونړ، زابل،او لغمان په ولایتونو کې پلې شي چې ترې به یوسلو اته ویشت زره څلور سوه اته تنه کلیوال استفاده وکړي.

خبریاله: نبیله حفیظي

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …