عاجل خبرونه

داکتر عبدالله عبدالله پر رڼو او عادلانه ټاکنو ټینګار کوي

(Last Updated On: October 9, 2017)

تراوسه د افغانستان د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني ټاکنو لپاره بودیجه نده ځانګړې شوې او په ښکاره د یو شمېر ولسوالیو امنیت هم د ټاکنو لپاره مناسب ندي؛ خو د ملي وحدت حکومت رهبران پر شفافو او عادلانه ټاکنو ټینګار کوي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله وایي؛ اړینه ده، چې ټاکني به په وخت، رڼې او عادلانه ترسره شي. د ټاکنو کمیسیون دې په خلکو کې باور رامنځته کړي؛ ځکه، چې دا یوه بنسټیزه ژمنه ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ناظرو بنسټونو باور ندی ترلاسه کړي، چې په راروان کال کې ټاکني ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رییس فضل احمد معنوي وایي؛ لومړنی کار، چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ترسره شوی؛ لیدل کیږي، چې شکونه رامنځته کوي او تر پښتنې لاندې نیول شوي دي. که پاتې کارونه هم ورته بڼه ولري، شکونه به نور هم ډېر شي.  

د افغانستان ټاکنو ته د مدني شبکې رییس جانداد سپين غر وایي، ستونزې او اندېښنې یې په اړه شته؛ خو هیله من یو، چې له پاتې وخته حکومت او کمیسیونه سمه ګټه پورته کړي.   

د ولسي جرګې غړي وایي، د صلاحاتو په برخه کې د کمیسون درې کلنو هڅو هم هیڅ نتیجه نده ورکړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وایي،  کمیشنرانو ته مو بلنه ورکړه، چې ولسي جرګې ته راشي؛ خو رانغلل. دا کار ښي، چې راروانې ټاکنې به مو بیا ستونزمنې وي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وایي،  زه خبر شوی یم، چې ټولو کمیشنرانو ولسمشر ته خپلې ګوښه کیدنې ورکړي، چې د ولسمشر په جیب کې دي.   

له دریو میاشتو ډېره موده کیږي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ملي وحدت حکومت دې  پرېګړې ته په تمه دی، چی دوی مرکزونه واړه او په ټاکنو کې برښنایي سیستم وکاروي.

خبریال: علی اصغري

About Ariana News

Avatar

Check Also

په بدخشان ولایت کې څلور کسان قرنطین شول

(Last Updated On: February 26, 2020) د بدخشان عامې روغتیا رییس څرګنده کړې؛ د ایران …