داعش په ننګرهار کې لسګونه ښځې او نجونې په زور په نکاح کړي

(Last Updated On: فبروري 16, 2017)

vlcsnap-2017-02-16-14h15m07s63

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ خلک د داعش له ظلمونو تر پوزې راغلي او څرګندوي، چې داعش یو شمېر ښځې او نجونې په زور په نکاح کړي دي.  

داعش په خپلو واک سیمو کې خلکو ته ویلي وه، چې د خپلو پېغلو لوڼو د شمېر په تناسب پخپلو کورونو توربیرغونه و دروي.

په ننګرهار کې خلک وايي، چې نور د داعش واک لاندې له ژونده ستړي شوې يو.

له ولسي وګړو د سرونو پرې کول بل هغه کړاو دی، چې په ننګرهار کې خلک ور سره لاس او ګریوان دي.  

د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ امنیه قومندان سید زمان شېرزاد وايي، چې داعش په هسکه مېنه ولسوالۍ کې  د فعالیت له وخته پېنځه څلوېښت ولسي وګړي وژلي او سرونه یې ترې پرې کړي دي.

د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی محمد داوود، چې د اووه زامنو پلار دی، داعش له دولت سره د همکارۍ په تور نیولی و.

دی وايي، چې داعش ورڅخه سر پریکاوه؛ د هغوی له بنده په تېښته بریالی شو.

د لوبو په ډګرونو کې ماشومان د توپ او کرکت پځای د کارتوسو پر تشو نالیو خپلې لوبې کوي.

دوی وايي، له هغې ورځې، چې داعش د دوی سیمې ته راغلی، د ښوونځیو دروازې هم د دوی پر مخ تړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونو د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش پر خلاف عملیات پیل کړي او یو شمېر کلي او سیمې نیول شوې دي.

خبریال: فواد ناصري

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …