عاجل خبرونه

داعش غواړي د افغانستان په ختیځ کې د استوگنې ستر مرکزونه جوړ کړي

(Last Updated On: December 19, 2015 4:16 pm)

vlcsnap-2015-12-19-16h13m52s66په افغانستان کې د ناتوځواکونو د قومندان جنرال کمپبل له هغو څرگندونو، چې ویلي یېدي؛ داعش غواړي جلال آباد د خراسان مرکز کړي، دوه ورځې وروسته د امریکا دفاع وزیرننگرهار ته ورسیده.

هغه د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست سره په يوه گډه غونډه كې وویل، داعش او القاعده هڅه کوي دافغانستان په ختیځ کې دخپل فعالیت ساحه پراخه او داستوگنې سترمرکزونه جوړ کړي؛ خو امریکا یې د مخنیوي له پاره چمتوالی نیولی او په دې برخه کې به له افغان ځواکونو سره هرډول مرسته وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر وایي، طالبان په ځينو سيمو کې موقتي فعالیت ډېروي؛ خودوامداره پاتې کیدل ځان ته خطربولي.

د نوموړي په وینا؛ القاعده او نورگروپونه دیوې خپرې شوې جگړې له مخې هڅه کوي، چې د خپلو هلو ځلو ساحه پراخه کړي.

هغه زیاتوي، مونږ به اجازه ورنکړو، چې په ننگرهار یا نورو سیمو کې مرکز جوړکړي.

کارتر دافغان ځواکونو پرمالي ملاتړ هم ټڼگار وکړ او زیاته یې کړه، چې امریکا تر۲۰۱۷کال پورې د افغان ځواکونو دروزنې، سمبالتيا او له نویوبنسټپالو ډلوسره د مبارزې بودیجه ځانگړې کړې.

کارتر په ډاگه کړې، چې امریکايي ځواکونه به له افغان ځواکونو سره د ښوونې او روزنې په برخه کې همکار وي.

دی څرگنوي؛دا زمونږ د پلان یوه برخه ده، چې د افغان ځواکونو تر ځواکمنتیا به له هغو دفاع کوو او په بله برخه کې به زموږ کار دا وي، چې افغان هوايي ځواک وروزو او تر راتلوونکي کال افغانستان یو قوي هوايي ځواک ولري.

په همدې وخت كې دملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي بیا د جنرال کمپبل څرگندونې رد کړې او وايي افغان ځواکونه چمتو دي، چې دهرډول گواښ مخنیوی وکړي.

د امريكا دفاع وزير په افغانستان کې د پاتې کیدونکیوامریکايي سرتيرو په اړه ويلي، چې له افغان حکومت سره له توافق وروسته د امریکا جمهور رییس بارک اوباما پريکړه کړې،چې تر ۲۰۱۷ کاله پورې به افغانستان کې پوره ۹۸۰۰ سرتېري موجود وي او له هغې وروسته به دا شمېر ۵۵۰۰ ته راکښته شي، چې د افغانستان په مهمو سیمو لکه کابل، بگرام،کندهار او د جلال آباد پوځي اډوکې میشت وي.

خبریال: رحمت الله زیارمل.

 

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …