عاجل خبرونه

داعش د افغانستان له لارې منځني آسيا ته د رسیدو هڅه کوي-مالوتف

(Last Updated On: October 01, 2016 10:28 am)

vlcsnap-2016-10-01-10h24m57s143

د داعش ترهګره ډله له افغانستان سره چندان زړه راکښون نه لري؛ هغوی غواړي، چې د منځني آسيا هېوادونو ته نفوذ وکړي.

د روسيي د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اليګ سير مالوتف وایي، چې داعش ډله هڅه کوي، چې په افغانستان کې نفوذ وکړي؛ خو افغانستان د دوی د علاقې وړ هېواد نه دي.

د هغه په وینا؛  داعش ته افغانستان نه، د سيند ها غاړه(د منځنۍ آسیا) مهمه ده.

نوموړی وایی، چې د داعش شپېته سلنه وسلوال د منځنۍ آسيا او شمالي قفقاز اوسيدونکې دي او غواړي، چې نور هم مخته ولاړ شي.

د هغه د وینا له مخې اوس د دې کار د پلي کولو لپاره بشپړ ځواک نه لري.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …