عاجل خبرونه

داعش ته په افغانستان کې سخت گوزار ورکړشوی- غني

(Last Updated On: فبروري 13, 2016)

vlcsnap-2016-02-13-09h25m18s3د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د داعش وسلوالې سختدریځې ډلې ته په افغانستان کې سخت گوزار ورکړشوی دی.

ولسمشر غني د جمعې په ورځ د جرمني په مونشن کې امنیتي کنفرانس ته وویل: په افغانستان کې د داعش یو سلو پنځوس غړي وژل شوي دي.

ده همداراز وویل،چې په افغانستان کې د پاکستان پولې ته څېرمه د داعش د خلافت ږغ راډیو د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په دوههوايي بریدونو کې ویجاړه شوه.

د داعش ډله په افغانستان کې نوې رامنځته شوې ترهگره ډله ده او اوس په ننگرهار کې زیاته فعاله ده؛خو په گڼو نورو ولایتونو کې یې پټ فعالیتونه پیل کړي، جگړه مار یې جذب کړي او هغوی ته یې ویلي، چې تر هغېپه کورونو کې واوسي،چې دا ډله پرې ږغ کوي.

د امریکا ولسمشر په وروستیو کې په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته اجازه ورکړه،چې په افغانستان کې د داعش پر ضد عملیات وکړي.

امریکايی چارواکي وايي،چې په وروستیو درېاوونیو کې په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو د داعش پر ضد شل هوايي بریدونه کړي دي.

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …