عاجل خبرونه

داعش به امریکا ته د اوږدې مودې له پاره ګواښ وي- جان برینان

(Last Updated On: مې 2, 2016)

BARINAN

د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر وايي، د داعش پديده به دوی ته د اوږدې مودې له پاره ګواښ پېښ کړي.

جان برينان دا خبره د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د مرګ د پېنځه کلونو د پوره کیدو په مناسبت کړې.

برينان پرون ان بی سی ټلويزيون ته وويل، د داعش ډلې د مشر له منځه وړل به د دې سخت دريځې ډلې پر ماتیدو پراخ اغېز وکړي.

ابوبکر البغدادي د داعش ډلې مشر دى، چې معلومه نه ده چېرې اوسېږي.

د امريکا ځانګړیو ځواکونو د القاعده شبکې پخوانى مشر اسامه بن لادن د دوه زره یوولسم کال د مې په دوه يمه د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته نږدې په ايبت آباد سيمه کې وواژه. 

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …