عاجل خبرونه

داعشیانو د جوزجان د درزآب ولسوالۍ پر مرکز برید کړی- چارواکي

(Last Updated On: April 3, 2018)

د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د داعش ترهګرو وسلوالو د دې ولایت د درزآب ولسوالۍ پر مرکز وسلوال برید کړی دی.

د جوزجان د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې د داعش ترهګرې ډلې له څه مودې راپدیخوا د دغې ولسوالۍ پر مرکز د برید چمتووالی نیولی و.

د جوزجان والي مرستیال منلې، چې د اړوند ولسوالۍ پر مرکز داعش وسلوال برید کړی؛ خو وایي، چې د داعش او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده او مرکزي حکومت باید دې نښتې ته جدي پاملرنه راواړوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

جاپان د بامیان د تاریخي آثارو د بیا رغاونې او ساتنې تړون لاسلیک کړ

(Last Updated On: February 26, 2020) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال، د جاپان …