عاجل خبرونه

د پاكستان لومړى وزير دې په ۲۴ ساعتونو كې ونيول شي

(Last Updated On: جنوري 16, 2013)

د پاکستان سترې محکمې د برېښنا په یوه تړون کې راجا پروېز اشرف په درغلۍ تورن كړ او هغه د نیولو امر شوی دی.

د پاكستان سترې محکمې ویلي، چې دغه تړون په ۲۰۱۰ م کال کې هغه مهال، چې اشرف د اوبو او برېښنا وزیر و تر سره شوى دى.

محکمې پر لومړي وزير سربېره، د فساد په دې قضیه کې د ۱۵ نورو ښکېلو کسانو د نیولو امرهم کړی دی.

د سترې محکمې رییس افتخارمحمد چوهدري ویلي، چې تورن کسان دې په څليریشتو ساعتونو كې د ننه ونیول شي.

پروېز اشرف دغه  تور رد کړی او وايي:

هغه مهال چې د اوبو  او برېښنا وزیر و، د برېښنا د پروژې په فساد کې یې هيڅ راز لاس نه درلود.

په پاكستان كې د ناامنيو ترڅنگ سياسي حالت هم چندان ښه نه دى او د دې هېواد سترې محكمې د سه په ورځ(د مرغومي ۲۶) د لومړي وزير راجا پرويز اشرف د نيونې امر صادر كړ.

د نوموړي د نيونې امر په داسې حال كې صادريږي، چې زرگونه اعتراض كوونكي هڅه كوي ځانونه د دې هېواد د ولسي جرگې ودانۍ ته ورسوي.

د رپوټونو له مخې:

د اسلام آباد پوليسو د اعتراض كوونكيو د خورولو لپاره اوبلن گاز كارولى دى.

اعتراض كوونكي، چې د ملا طاهرالقادري پلويان دي، له فساد سره د مبارزې غوښتنه كوي.

دغه صوفي ملا په راتلونکيو ټاکنو کې د پوځ او قضايي ارگان د لا ډېر نفوذ غوښتونکی دی.

طاهرالقادري، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو غوښتنه کوي، له لاهور څخه د تېرې یکشنبې په ورځ (دمرغومي۲۴) له زرگونه پلویانو سره د اسلام آباد  پر لوري راو خوځيد، چې د تېرې دوشنبې(مرغومي۲۵) په ورځ ناوخته اسلام اباد ته رسيدلى دى.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د حکومت د واکمنۍ دوره په راتلونکي مارچ کې پای ته رسېږي، چې له دې نېټې وروسته د شپږ اوونیو د ننه باید ټاکنې وشي، خود پاکستان چارواکي القادري په دې هڅه تورنوي، چې گني ټاکنې دې د روان كال تر راتلونکې مۍ میاشتې وغزول شي.

About ATN NEWS

Check Also

مولانا حامد الحق د سمیع الحق ځایناستی شو

(Last Updated On: نوومبر 4, 2018) پاکستانیو رسنیو په ډاګه کړې، چې د جمعیت العلماء اسلام …