عاجل خبرونه

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018)

وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د افغانستان د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو پر ځای غوره بولي، چې له طالبانو سره د سولې بهیر وغزوي او ټاکنې وځنډوي.

دغه آژانس د ناڅرګندو سرچینو پر حواله څرګنده کړې: یو شمېر امریکایي چارواکي د دې لپاره، چې د ولسشریزو ټاکنو په بهیر کې سیاسي ګډودي رامنځته نشي او د سولې د هغو خبرو بهیر، چې زلمي خلیلزاد پیل کړی زیانمن او یا هم له منځه یونسي؛ دغه پرېکړه کړې ده.

سرچینه د یوې امریکايۍ ديپلوماتې رابن فیل له قوله لیکلي، چې زلمي خلیلزاد هم داکتر غني ته دا وړاندیز ور رسولی؛ خو هغه او ملګرو يې مخالفت کړی او ویل شوي، چې ولسمشریزې ټاکنې نه ځنډیږي.

وال ‌ستریت ژورنال دا هم ښکاره کړې، چې د ترمپ حکومت سولې ته بېړه لري او غواړي جګړه پای ته ورسیږي؛ ځکه، نو د ټاکنو پر ځنډولو بشپړ غور پیل شوی دی.

په وال ستریت ژورنال کې دا هم راغلي، چې د ښاغلي خلیلزاد دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

امریکا د سولې د هڅو لپاره زلمي خلیلزاد ته واک سپارلی، چې په نږدې یوه میاشت کې يې د سیمې هېوادونو ته دا دی دوه یم سفر هم پیل کړی دی.

زلمي خلیلزاد په تېره څه نا څه یوه میاشت کې د افغانستان او پاکستان له ښکېلو خواوو سره لیدلي او ویل کیږي، چې سیمې ته د تازه سفر پرمهال به په مسکو کې له روسیي چارواکو سره هم وګوري.  

سیاسي ګوندونه، چې د ټاکنو بل اړخ جوړوي د سولې خبرو ته خوشبین دي؛ خو ټینګار کوي، چې حکومت باید د ولسمشریزو ټاکنو نېټه هم مشخصه کړي

د حزب اسلامي غړی همایون جریر وایي: مونږ د سولې له خبرو هرکلی کوو؛ خو حکومت اړ دي، چې ولسمشریزې ټاکنې پخپل وخت ترسره کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس وایي: مونږ راتلونکی کال په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره له افغان حکومت سره د همکارۍ لپاره چمتو یو. یوازې افغان وګړي کولی شي د ټاکنو په اړهه پرېکړه وکړي.

حکومت تر دې دمه له ټاکنو پرته پر بل څه ټینګار ندی کړی؛ خو سیاسي- جهادي بهیرونه اټکل کوي، چې یا به موقته اداره رامنځته کیږي او یا به هم یوه لنډمهالې شورا جوړیږي.

د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري ویلي: مونږ ته بل هر وړاندیز د منلو ندی، چې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې وي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان حکومت د هېواد د اساسي قانون له مخې د ۱۳۹۸ ل کال ولسمشریزو ټاکنو هغې نېټې ته، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې ټاکي بشپړ ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي؛ ولسمشریزې ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱ نېټه وشي او د دې ټاکنو لپاره به د نوملیکنې پروسه د روان کال د لیندۍ پر ۲۴مه نېټه پيلیږي.

افغان ولسمشرغني تېره اوونۍ د خپلو ولایتي سفرونو په بهیر کې ټینګارکړی، چې ولسمشریزې ټاکنې به پخپل وخت ترسره کېږي او سرور دانش به ورسره د نیمګړیو کارونو د بشپړولو لپاره بیا هم ملګری وي.

About Ariana News

Check Also

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018) له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د …