عاجل خبرونه

خلیلزاد د نهم پړاو خبرو د پیلولو سفر پیل کړ

(Last Updated On: August 22, 2019)

د افغانستان د سولې ځانګړي استاري زلمي خلیلزاد د نهم پړاو خبرو د پیلولو لپاره دوحې او کابل ته سفر پیل کړی.

 د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې نوموړي کابل ته سفر پیل کړی او له افغان مشرانو سره له خبرو وروسته به د نهم پړاو خبرو د پیلولو لپاره قطر ته روان شي او له طالب استازیو سره به خبرې پیل کړي.

اتم پړاو خبرې له مشرانو څخه د مشورې تر لاسه کولو لپاره دریدلې وې. پمپیو څرګنده کړې، چې د نهم پړاو خبرې به پر خپلمنځي ناستې راوڅرخي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د ناروې هېواد د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې او همکارۍ ټټر وهلی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د امریکا سفیر د درې طالب بندیانو له خوشې کیدو هرکلی وکړ

(Last Updated On: November 12, 2019) په کابل کې د امریکا سفارت د درې مهمو …