عاجل خبرونه

خلیلزاد په ابوظبۍ کې څلور اړخیزه ناسته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018)

د عربي متحده اماراتو رسنیو په ډاګه کړې، چې د افغانستان د سولې په اړه زلمي خلیلزاد د سعودي عربستان، ابوظبۍ او افغانستان له استازیو سره پر سوله خبرې کړي دي.

د افغانستان د سولې بهیر ورځ  په ورځ نوی رنګ مومي؛ په روانه اوونۍ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ابوظبۍ په کوربتوب د سعودي عربستان او افغانستان له استازیو سره پر سوله خبرې کړي او هوکړې ته رسیدلي، چې په افغانستان کې د ټولو په خوښه باید سوله رامنځته شي.

راپورونه وايي، چې خلیلزاد قطر ته سفر کړي او هلته یې ماښام مهال د وسلوالو طالبانو له استازیو سره هم خبرې وکړې.

د سولې عالي شورا د سولې د خبرو لپاره له یو نوی بنسټ خبر ورکوي، چې د دغه بنسټ په ګډون به په کې طالبان، حکومت او سیاسي ګوندونو استازي راټول شي.   

د سولې عالي شورا غړی قاضي امین وقاد وایي؛ حکومت د سولې لپاره د یوه بل بنسټ پر جوړولو کار کوي، چې د حکومت، وسلوالو طالبانو او سیاسي ډلو او خلکو استازي به یې غړیتوب ولري او نړیوال به د څارونکیو په توګه په کې برخه اخلي.

هغه دغه راز هیله ښودلې، چې داسې یوه ورځ به راشي، چې طالبان او حکومت هم د سولې خبرې وکړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه فرامرز تمنا، چې ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي کاندید هم دی وايي، چې د طالبانو له بشپړې ژمنې پرته؛ د سولې خبرې مثبتې پایلې نلري.

هغه وایي؛ داسې نه ښکاري، چې طالبان د سولې له بهیر سره راګډ شي؛ نو، ځکه نوموړی په واک کې د وسلوالو طالبانو د شریکولو لپاره د ولسمشریزو ټاکنو له ځنډولو او لنډمهالې ادارې له جوړولو سره هم مخالف دی.

له دې مخکې د سولې عالي شورا ویلي وه؛ امریکا زلمي خلیلزاد ته شپږ میاشتې وخت ورکړی، چې وسلوال طالبان په سوله او سیاسي نظام کې راګډ کړي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې د سولې په بهیر کې د وسلوالو طالبانو د را ګډولو پر نیت امریکا په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو غوښتنه هم کړې ده.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018) له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د …