د ولسمشر اشرف غني میرمن رولا غني د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور لګولی، چې په قطر کې یې د سولې خبرو اصلي محتوا یا منځپانګه پټه ساتلې ده.
نوموړې د امریکا د ستراتیژیکو څېړنو په مرکز کې د وینا پر مهال د امریکايي سرتېرو د قربانیو ستاینه کړې؛ خو د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یې تور لګولی، چې د سولې خبرو محتوا یې پټه ساتلې ده.
رولا غني وايي؛ افغانان پوه دي، چې څنګه سوله راولي. په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره بل چاته اړتیا نشته.
نوموړې زیاته کړې؛ مونږ د مارچ په میاشت کې پوه شو، چې امریکا په قطر کې له طالبانو سره خبرې کوي. مونږ ته مخکې هیڅ هم نه ول، ویل شوي. د امریکا استازي له طالبانو سره خبرې کولې؛ خو مونږ ته یې لیکلي معلومات نه راکول او نه یې ترې خبرولو، چې هلته پرې خبرې کیدې.
هغې ټینګار کړی، چې افغانان د قطر له خبرو ناخوښه دي او هغه خبرې د سولې لپاره نه ګڼي.
رولا غني وايي، چې د قطر په خبرو کې ټول افغانان نه دي شامل؛ نو، ځکه د قطر خبرې د سولې خبرې نه دي. تر هغې، چې د سولې رهبري افغانان تر لاسه نکړي؛ په افغانستان کې د سولې ټینګښت ناشونی دی.
هغې زیاته کړې؛ مونږ بل چاته اړ نه یو، چې مونږ ته سوله راولي. مونږ پخپله پوهیږو، چې څنګه سوله راولو. د قطر او مسکو په غونډو کې زیاترو افغانانو ګډون نه درلود؛ نو، ځکه افغانان دغه ډول غونډې د سولې لپاره نه ګڼي.
لومړۍ میرمن دا هم وايي، چې د افغانستان له درې سوه څلور شپېته ولسوالیو څخه یوازې دولس ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.
دغه راز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر او افغان دیپلومات علی احمد جلالي ويلي، چې د افغانستان د جګړې یوازنی حل د افغانانو له خپلمنځي خبرو سره تړلي دي.
نوموړی وایي، چې یوازې د افغان دولت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې سولې ته لار پرانیستلی شي. دا ډول خبرې اوربند او د دواړو خواوو له لوري د تاوتریخوالي کمولو ته اړتیا لري.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپل ماموریت په لړ کې ویلي وه، چې د سولې د خبرو ټول جزئیات یې له افغان چارواکو سره شریک کړي دي.