عاجل خبرونه

خلک د ناقانونه حکومت زغم نلري- حکمتیار

(Last Updated On: December 6, 2019)

په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو پر ضد د لاریونو پر دوام د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار ویلي، چې خلک د ناقانونه حکومت زغم نلري.

د یادې ټاکنډلې مشر حکمتیار ګواښ کړی؛ د ټاکنو په اړه د هر ډول ناقانونه پرېکړو پر ضد دریږي او هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د تقلب له لارې واک تر لاسه کړي.

د نوموړي په باور؛ یو میلیون او دوه سوه زره تقلبې رايې د یوه نوماند په ګټه کارول شوي دي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار ټينګار کړی، چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او غوښتنه کوي، چې تقلبې رایې باید ژر تر ژره باطلې شي.

د امنیت او اسلامي عدالت ټاکنډلې د مشر ګلبدین حکمتیار پلویانو له دغو خبرو وروسته د جمعې پر ورځ( د لیندۍ ۱۵) د درالامان پر سړک د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارو پر ضد لاریون تر سره کړ او له ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه یې غوښتنه وکړه، چې خپلې پرېکړې له قانون سره برابرې کړي.

د یادونې ده، چې ښاغلي حکمتیار ګواښ کړی، چې د ټاکنو د پایلو د ناقانونه اعلان پر ضد به له هرې ممکنې لارې ګټه واخلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د نظام الدین قیصاري پر کور عملیات د محکمې له سند پرته تر سره شوي – پلاوی

(Last Updated On: January 23, 2020)په بلخ کې د نظام الدین قیصاري پر کور په …