عاجل خبرونه

خصوصي سکتور د سولې په بهیر کې پخپلو غوښتنو ټینګار څرګند کړ

(Last Updated On: April 23, 2019)

د هېواد د خصوصي سکتور استازي وايي، چې د سولې په بهیر کې د دوی غوښتنو ته پاملرنه نده شوې.

دوی څرګنده کړې؛ د خصوصي سکتور ټولې غوښتنې به په لیکلي بڼه افغان حکومت، وسلوالو طالبانواو نړیوالو ته وړاندي کړي، چې  د سولې په راتلونکيو خبرو کې دغې سترې اقتصادي برخې ته پاملرنه وشي.

د سوداګرۍ خونې او د خصوصي سکتورمسوولین وايي، چې په افغانستان کې پر بېلابېلو برخو میلیاردونه دالر پانګه شوي دي.

دوی له نړیولو غوښتنه کړې؛ د خصوصي سکتور پانګه دې ډاډمنه شي؛ ځکه، چې د هېواد په بانکي سکتور کې مو له دېرش میلیارد افغانیو ډېره پانګونه کړې او لس زره کسانو ته يي د کار زمینه برابره کړې ده.

د مخابراتو په سکتور کې ۲،۵ میلیارد دالرو پانګونه شوې، لس زره شاو خوا  شغلونه راغمنځته شوي؛ د ساختمان، کرنې، روغتیا، لوړو زدکړو په برخه کې پانګونې شوي او باید د خوندیتوب ډاډ تر لاسه کړو.

د سوداګرۍ خوڼې مرستیال خانجان الکوزی وایي، مونږ به خپلي غوښتنې ښکېلو خواووته وړاندي کړو؛ ځکه، چې هغوی باید د خصوصي سکتور غوښتنې په نظر کي ونیسي. داسې نشي، چې د داوود خان دوخت په څېر ټول شته مو له خاورو سره خاورې شي.

د خصوصي سکتور په دغه ناسته کې د سولې په برخه کې د سیمي دهېوادونو لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمرداوود زی وايي، چې سوله راتلونکې ده او د سولې له راتلو سره به ټولې خواوې خوندي وي.

د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو د همغږۍ ځانګړی استازی محمد عمر داوود زی څرګندوي؛ باوري یم، چې د سولې له راتلو سره د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره به لا زیاته زمینه برابره شي او د خصوصي سکتور د فعالیتونو د پراخیتا لامل به شي.

د خصوصی سکتورد غړيو په ناسته کې ټینګار شوی، چې که د سولې په روانو خبرو کې يې غوښتنو ته پاملرنه وشوه؛ نو دوی به په هېواد کې په لسکونه زره کسانوته د کار او شغل د رامنځته کولو ترڅنګ میلیاردو نه دالر، چې له هېواده بهر دي هم هېواد ته راولیږدوي او پانګونه به ورسره پراخه شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

ملګرو ملتونو د هوایي بریدونو پرملکي زیانونو اندېښنه ښودلې

(Last Updated On: May 24, 2019)ملګرو ملتونو په افغانستان کې د هوایي بریدونو له کبله …