عاجل خبرونه

خصوصي بانکونه باید د اسلامي بانک اداري څانگې فعالې کړي

(Last Updated On: April 11, 2015 4:05 pm)

BANK DARI  -11-04-2015-PASHTO-SOT.avi_snapshot_00.05_[2015.04.11_15.51.00]

د افغانستان بانک د حرکت موسسې په همکاري یوه مشورتي ناسته جوړه کړې، چې په کې د اسلامي بانکداري متخصصین برخه لري.

د افغانستان بانک چارواکي وایی، خصوصي بانکونه باید د اسلامي بانک اداري څانگې فعالې کړي. دغه بانک په افغانستان کې د اسلامي بانکداري اړوند شپږ څلویښت ماده ییزه مسوده ترتیب کړې او تاکل شوې، چيډېر ژر ملي شورا ته د تصویب په خاطر واستول شي.

د افغانستان بانک سرپرست خان افضل هډه وال وایی، په دې ناسته کې د اسلامي بانکدارۍ اړوند پر درویشت ماده ییزې مسودې بحث او خبرې کیږي.

د نوموړي په وینا، د دغې طرحې له مخې، سوداگریز بانکونه مکلف دي، چې د اسلامي بانکدارۍ ټول فعالیتونه د همدغو مقرراتو له مخې تر سره کړي.

د ښاغلي هډه وال په وینا، ممکن دغه مسوده په سپتمبر میاشت کې یعنې شاوخوا اووه میاشتې وروسته توشیح شي.

هغه دا هم په ډاگه کړه، چې په افغانستان کې زیاتره خلک د سود د حراموالي په دلیل، د بانکدارۍ له امتیازاتو استفاده نه کوي.

د خصوصي بانکونو د ټولنې لوی رییس احمدسیر قریشي وایي، زیاتره افغانان د اسلامي بانکدارۍ نظام ته لیوال دي.

په افغانستان کې پېنځلس خصوصي بانکونه فعالیت لري، چې له دې ډلې اته بانکونه اسلامي بانکداري پلې کوي او له دوه میلیارد دالرو زیاتې پیسې په دې برخه دوراني حالت لري.

خبریال : نعمت الله احمدي.

About Ariana News

Check Also

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

(Last Updated On: September 18, 2018 6:39 pm) د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس …