عاجل خبرونه

حکومت د برښنایي تذکرو د وېش اراده نه لري

(Last Updated On: جولای 7, 2017)

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ ځینې کسان شته، چې د برښنایي تذکرو د وېش په وړاندې ستونزې جوړوي.

دوی وایي، د برښنایي تذکرو د وېش لپاره هیڅ پلان او اراده نشته.

د ولسي جرګې غړی فرهاد اعظیمي وایي،  ناامنیو د اصلاحاتو لړۍ ټکنۍ کړې او د دغه بهیر پلي کیدل اوسمهال ناشوني دي.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وایي؛ حکومت هیڅکله د برښنایي تذکرو د وېش لپاره، چې یو ملي او د باور وړ سند دي ټینګه اراده نه ده ښکاره کړې او دغه راز نه غواړي، چې راتلونکې ټاکنې دې رڼې وي.   

د وګړیو د احوال د ثبت  ادارې رییس همایون محتاط  وایي؛ د ولسمشر د فرمان له مخې په دې اړه کار روان دی.

د هغه په وینا؛ د برښنایي تذکرو د وېش لپاره د لومړني پړاو ۹۰ ورځنۍ هڅې روانې دي او په دې اړه د خلکو د اندېښنې راپارولو ستونزه نه لیدل کیږي. د دې بهیر حقوقي، لوژستیکي او بودجوي چارې حل شوې دي.

د نوموړي په وینا؛ د وېشلړۍ  لومړۍ له کابله پیل کیږي او د هویت د تثبیت په برخه کې هیڅ درغلي نه کیږي.

ویل کیږي، چې د تذکرو له وېش وروسته به په هېواد کې هر اړخیزه پراختیا رامنځته شي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …