عاجل خبرونه

حکومت دې د اوربند پر پلمه د سولې مخه نه نیسي- حامد کرزی

(Last Updated On: January 20, 2020)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې حکومت باید د اوربند پر پلمه د سولې مخنیوی ونکړي.

 هغه د سولې د خبرو لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني له دریځ سره مخالفت ښودلی او ټينګار کوي، چې هر څومره ژر باید د سولې دروازې پرانیزي.

داسې ښکاري، چې طالبان او امریکایان د سولې د خبرو په وروستي پړاو کې دي او دا ځل یې له پیل شویو خبرو څلور ورځې تېریږي او دواړه خواوې د تاوتریخوالي د کمولو پر څرنګوالي او د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک پر څرنګوالي خبرې کوي. که څه هم امریکا، طالبان او افغان سیاستوال د تاوتریخوالي د کمولو طرحې ته خوښ دي؛ خو په دې اړه د ولسمشر اشرف غني د مخالفت دریځ  پېچلې ستونزه رامنځته کړې ده.

پخواني ولسمشر له بي بي سره په مرکه کې ویلي، چې ولسمشر د اوربند پر پلمه باید د سولې مخنیوی ونکړي.

د تاوتریخوالي د کمولو طرحه به د سولې د هوکړې له لاسلیک سره پلې کیږي، چې د پاکستان د لومړي وزیر په وینا دا طرحه کټ مټ اوربند ته پاتې کیږي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي، طالبان او امریکایان د اوربند په درشل کې دي.

نوموړي زیاته کړې: تر هغه ځایه، چې زه پوهیږم طالبان او امریکا د اوربند خوا ته روان دي او مونږ دې کار ته هیله من یو.

د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواری، چې ځان د قطر له خبرو باخبره بولي وايي، چې د پام وړ پرمختګ شوی؛ خو اوس هم د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې هوکړې د لاسلیک د څرنګوالي مسایل وروستي شوي ندي.  

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي؛ جرمني هڅې پیل کړي او له افغان سیاستوالو سره خبرې کوي، چې څنګه کولی شي د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

انګیرنې داسې دي، چې د قطر د خبرو له پای ته رسیدو وروسته به خلیلزاد کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره د خبرو د جزئیاتو تر شریکولو وروسته به امریکا ته ولاړ شي، چې د ولسمشر ترمپ وروستۍ هوکړه تر لاسه کړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ارګ او سپیدار له طالبانو سره د خبرو لپاره جلا پلاوي ټاکي

(Last Updated On: February 26, 2020) په اجرایئه ریاست کې یوې سرچینې ویلي؛ د عبدالله …