عاجل خبرونه

حکومت د ځمکني ترانسپورت په معیاري کولو کې پاتې راغلی

(Last Updated On: May 17, 2019)

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي،  د ځمکني ترانسپورت د تنظیم او معیاري کولوپه برخه کې د ترانسپورت وزارت په خپلو چارو کې پاتي راغلی دی.

دهېواد خصوصي سکتور ځینو غړیو د میلیونونه دالرو پر ارزښت د معیاري ترانسپورت لپاره ترمینل جوړ کړی او له حکومته یې د پرانستې غوښتنه کوي.

دغه ترمینل، چې په شل جریبه ځمکه کې د ۸ میلیون دالرو پر پانګونه جوړ شوی او د پراختیا په حال کې دی او هم د مسافرینو د ټولو اړ تیاوو لپاره په کي بېلابېل تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

د ترمینل مسوولین وايي، که دغه ترمینل پرانستل شي؛ نو د شمال او شمال ختیځ مسافرینو ته به معیاري خدمتونه وړاندي کړو.

پانګوال کبیر کبرخېل وایي، چې لدې پانګوڼې مو  موخه خپلو خلکو ته معیاري خدمتونه دي. د ترانسپورت وزارت له مسوولینو هیله لرو، چې دغه ترمینل پرانستل شي، چې فعالیتونه پیل کړو.

د ترانسپورت وزارت هم د خصو صي سکتور له دغه اقدام  هرکلی کوي او څرګندوي، چې له خصوصي سکتور سره د ترانسپورت وزارت د خدمتونو د معیاري کولو په برخه کې به خپله همکاري نوره هم پراخه کړو.

د ترانسپورت وزارت ویاند مهمدي روحاني وایي؛ مونږ به خصوصي سکتور نور هم وهڅو، چې نور معیاري تر مینلو هم جوړ او مسافرینو ته معیاري خدمتونه وړاندي کړي.

د کابل ښارځیني تکسي چلوونکي هم وايي؛ حکومت باید هڅه وکړي، چې د سړک له سره د مسافرینو تمځي؛ ترمینلونو ته ولیږدوي.

تکسي چلوونکی ابرا هم نومی وایي؛ شمال ته تلونکي موتر د ښار په منځ کې مسافر راټولوي، چې ښاریانو ته يي ګڼې ستونزي رامنځته کړې دي.

د کابل ښار یو بل تکسي چلوونکی نجیب الله وایي؛ د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې مسافر وړونکي موتر په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې لامل شوي حکومت باید دا ستونزه حل کړي.

د خصوصي سکتورغړي وايي، که د حکومت له خوا ورسره همکاري وشي؛ حاضر یو، چې په دې برخه کې پانګونه ډېره کړو.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Avatar

Check Also

سپینې ماڼۍ د اسامه بن لادن د زوی مرګ ښکاره کړ

(Last Updated On: September 14, 2019)د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ښکاره کړې، چې د القاعده …