حکومتي چارواکي باید خلکو ته ستونزې جوړې نکړي- عبدالله عبدالله

(Last Updated On: جنوري 14, 2019)

اجرائیه رييس وايي، چې د ملي وحدت حکومت چارواکي باید د مسوولیت تر وروستۍ ورځې پورې په ورځنیو سیاسي چارو کې ملت ته د خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې ستونزې جوړې نکړي.

که څه هم، چې د ملي وحدت حکومت پای ته رسیدل د هرې ورځې پر تېریدو را لنډيږي؛ خو د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس وايي، چې چارواکي باید د خپلې کارې دورې تر پایه ملت ته د خدمت رسولو په لټه کې وي.

اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله له حکومت دارۍ سره د تړاو په اړه وایي؛ حکومت مسوول دی، چې خلکو ته خدمات وړاندې او خپل مسوولیت تر سره کړي.   

اجرايي رييس څرګنده کړې، چې په کور د ننه بیځایه شوې کورنۍ له سختو کړاوونو سره مخ دي او د ستونزو حل ته یې باید لومړیتوب ورکړ شي.

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې حکومت د بیځایه شویو او له بهره د راستنو شویو کورنیو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي، چې د هغوی ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان دولت د سولې په اړه نړیوالې او سیمه ییزې هڅې جدې نه ګڼي او اجرائيه رييس وايي؛ افغان دولت به هغه وخت د سولې خبرې جدي وګڼي، چې وسلوال طالبان له دولت سره د سولې خبرو ته کښیني؛ ځکه د هغه په باور له افغان دولت سره له خبرو پرته وسلوال طالبان نشي کولی، چې د افغانستان په برخلیک کې شامل شي.

چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د هرې ورځې پر تېریدو پر حکومت د خلکو باور هم کمیږي.

خبریال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Check Also

یوناما په کندوز کې د ۱۳ ولسي وګړیو وژل کیدل ومنل

(Last Updated On: مارچ 25, 2019)په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر( یوناما) …