عاجل خبرونه

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: سپتمبر 23, 2018)

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، د طالبانو او حکومت استازیو هوکړه کړې، چې د سیمې د دولس هېوادونو د استازیو په شتون کې د سولې په اړه مشورې وکړي.

د سولې د پېچلی بهیر په اړه اوس روسیه ډګر ته راوتلې او د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف رسنیو ته ویلي؛ افغان چارواکو له طالب استازیو سره ناستې ته تیاری ښودلی، چې په مسکو کې د سیمې د دولس هېوادونو په شتون کې جوړیږي.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې د نېټې او د ګډون کوونکیو هېوادونو په اړه څه نه وایي؛ خو ټینګار کوي، چې تر اوسه د روسیې د سولې ناستې په تړاو کومه پایله نده تر لاسه شوې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي: له هر هغه حرکته ملاتړ کوو، چې سولې ته ورسیږي؛ خو د سولې په اړه خبرې باید د افغانانو پر مالکیت او مشرۍ تر سره شي.

کارپوهان هم د سولې بهیر په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

سیاسي شنوونکی احمد سعیدي وایي؛ امریکا به هیڅکله د افغانستان حکومت ته اجازه ورنکړي، چې له روسیې سره هوکړې ته ورسیږي او دغه راز ناستې هیڅ پایلې نلري.      

د سیاسي چارو څېړونکی صدیق انصاري وایي، چې: په افغانستان او سیمه کې د متحده ایالاتو شتون او همکارۍ جګړه چټکه کړې؛ که امریکا، ناتو او د سیمې هېوادونه روسیې، چین او نورو هېوادوته ورته د سولې د رامنځته کیدو لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي مونږ به د یوې تلپاتې سولې لیدونکي شو.

مسکو د ۲۰۱۷ په اپریل کې د افغانستان، چین، هندوستان، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیاد د جمهوریتونو په ګډون د سولې نړیواله ناسته تر سره کړې وه؛ خو امریکا په کې برخه وانخیسته.  

د راپورونو له مخې؛  مسکو ته د تللي افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت معین نصیر احمد اندېشه او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک کوي او هیله یې داده، چې په مسکو کې له روسانو سره د جوړیدونکې ناستې په اړه خبرې اترې تر سره کړي. دا ناسته، چې ټاکل شوې وه د روان کال د سپتمبر پر څلورمه په مسکو کې جوړه شي؛ خو د افغان حکومت په غوښتنه د سپتمبر په لومړیو کې وځنډول شوه او دا دی تر دې دمه یې د ترسره کولو په اړه پر کره نېټه هوکړه نده رامنځته شوې.

خبریاله : افسون محمدي

About Ariana News

Check Also

په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر ورځ ۹۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: اکتوبر 21, 2018) د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر …