عاجل خبرونه

حکومت د سترو پروژو د مدیریت وړتیا نلري

(Last Updated On: September 13, 2018)

د روڼتیا د څار څېړونکي حکومت د سترو تړونونو په مدیریت کې کمزوری بولي او وایي، دا پروژې په هغو سیمو کې دي، چې امنیت یې خوندي ندی او حکومت یې څارنه هم نشي کولی.

دغه بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وایي، حکومت د سترو پروژو د مدیریت وړتیا نلري او د ناوړه استفادې له خطر سره مخ دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ناامنه سیمو کې له کانونو څخه د سیمه ییزو زورواکانو ناوړې ګټې قانون ماتولو ته زمینه برابره کړې او د مسلکي کیندنو مخه یې ډپ کړې ده.

د بېلګې په توګه ښاغلي ناصر زیاته کړې، چې د مس شیداکان تړون یوه نامعلوم شرکت ته سپارل شوی او د بدخشان د سرو زرو او بلخاب کانونو تړونونه، چې د ښار جوړولو پخواني وزیر ته سپارل کیږي، د کانونو قانون خلاف عمل دی.

د پوهنتون استاد سید مسعود په دې باور دي، چې د تړونونو د لاسلیک او اجرا په برخه کې د کورنیو او بهرنیو کړیو لخوا  فشارونه موجود دي او دا کار د دې سبب شوی، چې د کانونو تړونونه له ستونزو سره مخ شي.

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو د روڼتیا د څار دا خبرې رد کړې او آریانا نیوز ته یې وویل؛ حکومت تیار دی، چې بهرنۍ پانګې د کانونو د استخراج په برخه کې جلب کړي او دا یې د کارونو په لومړیتوب کې دی او د کانونو د کیندلو ځواک هم لري.

خبریاله سمیرا ظفری

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تاوتریخوالي د کمښت طرحې ځنې برخې په ډاګه شوې

(Last Updated On: February 20, 2020) له آریانانیوز سره ځینو سرچینو د تاوتریخوالي د کمې …