عاجل خبرونه

حکومت د جاوید زمان د احتجاج کوونکیو خیمه ټوله کړه او پر غوښتنو یې غورکوي

(Last Updated On: August 26, 2018 7:56 pm)

په جلال آباد کې د جاوید زمان پلویانو د حکومت د استازیو په غوښتنه د احتجاج خیمه په دې شرط ټوله کړه، چې حکومت به د جاوید زمان په اړه د احتجاج کوونکیو پرغوښتنو غورکوي.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ټاکنو خپلواک کميسیون مخې ته د جاویدزمان پلویانو د احتجاج خیمه وهلې وه او له ټاکنیزو کمیسیونو څخه یې په ټاکنیز نوملړ کې د جاویدزمان د بېرته داخلولو غوښتنه کوله.

د احتجاج پردرېیمه یعنې د تېرې شنبې پر ورځ  یوه پلي ځانمرګي احتجاج کوونکي خیمې ته د ننوتلو هڅه وکړه؛ خو د پلټنې په ځای کې یې له پېژندلو وروسته چاودنه رامنځته کړه، چې په کې دوه کسان ووژل شول او پېنځه نور یې ټپیان کړل.

په ننګرهار کې د سولې د شورا شورا مشر ملک نظیربابا له دې برید یوه ورځ وروسته، د یکشنبې پر ورځ د ولایتي ادارې په غوښتنه له حکومتي استازيو سره د جاویدزمان د پلویانو خیمې ته ولاړل او له احتجاج کوونکیو یې وغوښتل، چې احتجاج پای ته ورسوي.

د جاوید زمان پلویانو په دې شرط د لنډ مهال لپاره د احتجاج خیمه ټوله کړه، چې ولسمشر به د ننګرهار له مخورو سره د جاوید زمان غمشریک د ستونزې د حل لپاره ناسته کوي او حکومت به د احتجاج کوونکیو پرغوښتنو غور کوي.

د ولسي جرګې د نوماندانو له نوملړه لیرې شوی جاویدزمان غمشریک وايي، د ولس هرې پرېکړې ته درناوی کوم.

هغه زیاته کړه؛ باوری یم، چې که عدالت ونشي پلویان یې نه ارمېږي.

د جاوید زمان له پلویانو څخه د خیمې ټولولو غوښتنې له هغې وروسته ډېرې شوې، چې دغلته د امنیتي تهدید راپورونه زیات شول؛ خو احتجاج کوونکي وايي، که عدلت ونشي په نورو ځایونو کې به خیمې ودروي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …