عاجل خبرونه

حکومت طالبانو ته د ځانګړیو سیمو د پریښودو هڅې پیل کړي

(Last Updated On: جون 23, 2018)

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ حکومت طالبانو ته د هېواد د ځینې سیمو د پریښودو هڅه کوي، چې دا نه یوازې د خلکو او افغان ځواکونو له وینو سره ستر خیانت دی، بلکې هېوادنۍ لاسته راوړنې مو باید د سولې له خبرو قرباني نشي.

د طالبانو له درې ورځني اوربند وروسته اوس دغه ډله د برید په حال کې ده او د سولې لپاره شویو هڅو هم پایله نه ده ورکړې.

د ولسي جرګې غړي وایي، حکومت باید طالبانو ته سیمې ونه سپاري؛ ځکه له دې سره به ستونزې حل نه، بلکې ډېرې شي.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وایي: طالبانو ته د ځینو سیمو د سپارلو هڅې روانې دي، چې دا کار د افغان ځواکونو له وینو سره خیانت دی. دا څنګه کیدی شي، چې په څو ساعتونو کې د جلریز ۱۶ پوستې ونیول شي؟ په داسې حال کې، چې دا پوستې ورپریښودل شوي دي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی عبدالطیف پدرام څرګنده کړې، چې: مونږ سوله غواړو؛ خو په اړه یې هر راز قربانۍ ته حاضر نه یو. څنګه سیمې وسلوالو مخالفانو ته وسپارو؟ حکومت غواړي د خبرو لپاره سیمې طالبانو ته خوشې کړي.                

دغه راز په ولسي جرګه کې د بدخشان ښځینه استازې فوزیه کوفي وایي: د سولې د خبرو جزئیات باید له خلکو او ملي شورا سره یاد شي؛ پټې هوکړې، چې د خلکو غوښتنه نده باید تر سره نشي.   

د ولسي جرګې رییس وایي، چې د سولې په خبرو کې هر ډول پټه معامله خلکو ته د منلو نه ده او حکومت دې له دې قضیې سره څرګند چلند وکړي.      

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي، له طالبانو سره باید پټه معامله ونشي؛ ځکه دا به  د ده په خبره ستر مخالفتونه راوپاروي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړې، چې: مونږ د سولې غوښتونکي یو؛ ځکه دا د خلکو بنسټیزه اړتیا ده، خو هغه سوله، چې ګونګه وي او جزئیات یې له خلکو پټ وي د منلو وړ نده. د حکومت او مخالفانو وړاندیزونه باید ښکاره او څرګند وي.

د ولسي جرګې غړي وایي، د افغانستان جګړه بهرنۍ ریښې لري او تر هغې، چې د نړیوالې ټولنې د فشارونو په پایله کې دغه ریښې وچې نشي، په لنډمهال کې به د سولې  بهیر پایله ورنکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان د سولې او اوربند غوښتنه رد کړې او ټینګار کوي، چې بهرني ځواکونه باید له هېواده ووځي.

خبریال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد په ابوظبۍ کې څلور اړخیزه ناسته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د عربي متحده اماراتو رسنیو په ډاګه کړې، چې …