عاجل خبرونه

حکومتي ځواکونو د بلچراغ ولسوالۍ مرکز بېرته تر لاسه کړ

(Last Updated On: مې 12, 2018)

د هېواد په شمال کې امنیتي چارواکو ویلي، چې کماندو ځواکونو مو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ مرکز بېرته تر لاسه کړ.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي آریانا نیوز ته ویلي، چې د بلچراغ ولسوالۍ مرکز وسلوالو مخالفانو له ټینګار پرته خوشې کړی؛ خو کماندو ځواکونو د یادې ولسوالۍ مرکز ته نږدې د حمام چشمې د اړوند سیمې د طالبانو پر یوه مرکز برید کړی او د څو سرګروپانو په ګډون یې د دغې ډلې۲۰ کسان وژلي دي.   

هغه زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې اړوند ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

سیمه ییزو چارواکو د چارشنبې پر ورځ د (غوایی ۱۹) منلې وه، چې د بلچراغ ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولې دی.

About Ariana News

Check Also

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ شمالي ولایتونو ته ورسیده

(Last Updated On: فبروري 18, 2019) بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې د …