عاجل خبرونه

حکومت او عطا محمد نور دې هېواد په خپل روان کړکېچ کې نه ډوبوي

(Last Updated On: دسمبر 23, 2017)

د بلخ د واک و ځواک او د ارګ و جمعیت تر منځ په ټپه ولاړ حالت  ته په نغوته کې د افغانستان د خلکو محور له حکومت او عطا محمد نور غواړي، چې ژر سیاسي تفاهم ومني او هېواد په روان کړکېچ کې ډوب نه کړي.

د دې کړکېچونو دوام د افغانستان ستر سیاسي بهیرونه اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د خلکو محور غړی جعفر مهدوي ښاغلی نور د ملي وحدت حکومت د سیاسي هوکړه لیک یو اصلي لوری ګڼي او د کړکېچ د حل لپاره د ارګ او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور تر منځ د خبرو د پیل غوښتنه کوي.

لا نه ده روښانه، چې د ولسمشر غني او عطا محمد نور تر منځ به روان کړکېچ افغانستان کوم لوري ته بوځي.

د ولسي جرګې ځینې غړي د دې کړکېچ د ژر حل غوښتنه لري.

د ولسي جرګې غړی عبدالروف انعامي هم د ارګ او عطا نور تر منځ د کړکیچونو دوام د افغانستان په زیان ګڼي او له دې حالته د وتو لپاره له دواړو لوریو غواړي، چې نرمښت وښیي.

څو ورځې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، چې د بلخ والي استعفا منظور شوې ده؛ خو نور ویلي؛ ولسمشر د دې واک نه لري، چې دی له دندې لیرې کړي او که د جمعیت اسلامي غوښتنې ونه منل شي، له دندې به لیرې نه شي.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …