عاجل خبرونه

حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته اراده نه لري- د خلکو محور

(Last Updated On: نوومبر 2, 2017)

د افغانستان د خلکو محور وایي، د ملي وحدت حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته اراده نه لري؛ په ټاکنیزو کمیسیونونو کې دې د ژورو سمونونو د راوستو ترڅنګ کمیشنران هم له دندو لیرې شي.

د افغانستان د خلکو محور یوه غونډه را بللې وه، چې په کې د راتلونکیو ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو پر څرنګوالي او ستونزو بحث او خبرې وشوې.

د افغانستان د خلکو محور د رهبري شورا غړی شیوای شرق وایي، سیاسي بهیرونه د ټاکنیزو کمیسیونونو پر کمیشنرانو باور نه لري، مونږ د آزادو او دیموراکتیکو ټاکنو غوښتونکي یو؛ خو حکومت د آزادو ټاکنو اراده نلري.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید اندېښمن دي، چې راتلونکې ټاکنې ممکن رڼې نه وي او وایي، چې روان حالت په ډېر ژر د ټاکنو بهیر بنسټ خراب او خلک به په راتلونکي کې ټاکنو ته زړه ښه نکړي.

د هغه په وینا؛ که ټاکنې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې له سمونونو راوستو پرته تر سره شي، په هېواد کې به لویه ګډوډي جوړه شي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازې ناهید فرید پوښتي، چې د دې ټاکنو پای به څه وي؛ کورنۍ جګړه او که تاوتریخوالی؛ په دې وپوهیږئ، چېد جګړې اور به تر تاسو هم درورسیږي.

مخکې له دې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وه، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران د قانون له مخې غوره شوي او ټاکنیز کمیسیونونه هم وایي، چې راتلونکې ټاکنې به رڼې وي.

خبریاله :لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې لږ پرمختګ شوی- پنتاګون

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د امریکا دفاع وزارت په خپلو تازه څېړنو کې …