عاجل خبرونه

حکومت فساد ته، چې ستر دښمن دی تسلیم شوی- سیاف

(Last Updated On: September 09, 2017 6:26 pm)

د احمدشاه مسعود د ترور په شپاړسم تلین کې سیاسي مشران او د احمد شاه مسعود د سنګر ملګري ټول د افغانانو پر یووالي ټینګار کوي او دا د اوسني کړکیچ د پای ته رسولو یوازنۍ لار یې بولي.

جهادي رهبر عبدرب رسول سیاف وایي، مونږ له طلم سره جنګیږو؛ خو د یو بل دښمن په وړاندې، چې فسق و فساد دی، تسلیم شوي یو. تر هغې، چې د فساد پر ضد مبارزه ونکړو دا هېواد له دې ورانوونکې پدیدې ژغورلی نشو او نه به په دې ډګر کې بری تر لاسه کړو.

ښاغلی سیاف، چې د طالبانو بریدونه تل جنایت بولي؛ له دې ډلې غواړي، چې د سولې خبرې پیل کړي.

هغه زیاتوي؛ طالبان دې له پښېمانۍ مخکې سوله ومني او بیا به څوک د سولې وخت هم ورنکړي. دوی باید د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې ونه جنګیږي او سوله وکړي.

د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي په دې مراسمو کې ټینګار وکړ، چې ځینې سیاستوال  او عالمان په واک کې د پاتې کیدو لپاره د افغانانو تر منځ نفاق اچوي.

نوموړی حکومت د جګړې په میدان کې ناکام بولي.

د احمد شاه مسعود بنسټ رییس احمد ولي مسعود وایي، مونږ ملي یووالي ته اړ یو . خلک دې سره نږدې شي او هڅ دې وکړي، چې هېواد نور هم بخراني شي.         

پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم له سیاست والو غواړي، چې یو موټی شي او پرینږدي او د افغانانو تر منځ د بیلتانه د درزونو  مخه دې ونیسي.

د نوموړي په وینا؛ خلک پوه شوي او رهبران دې هم وپوهیږي، چې د ملت یووالي ټینګ دی او پرینږدو، چې بهرني په کې کرکه وغزوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د احمد شاه مسعود د ۱۶ تلین په مناسبت خپل استول شوي پیغام کې وایي، چې د افغانستان د ژغورنې شورا د ائتلاف په وړاندې توطیه جوړوونکي باید تر څار لاندې ونیول شي او تائیدوي، چې د سیاسي ستونزو له کبله له افغانستان څخه بهر ژوند کوي.

په دې مراسمو کې جهادي او سیاسي مشرانو په میانمار کې د پوځ لخوا د مسلمانانو وژنه بشري جنایت وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د دې جنایت مخنیوی وکړي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …