حکومت دې قانون ماتول بس او وزیران دې معرفي کړي

(Last Updated On: July 8, 2017)

په ولسي جرګه کې وکیلانو ویلي، چې حکومت دې قانون ماتول بس او نوماند وزیران دې وروپېژندل شي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې فوزیه کوفي وایي؛ قانون یوه کس ته د دوه میاشتو وخت ټاکلی، چې یوې دولتي اداره کې د سرپرست په توګه دنده تر سره کړي؛ خو په ډېرو ادارو کې نږدې یو کال کیږي، چې سرپرست وزیران کارونه تر سره کوي. حکومت دې نوره دا ستونزه ژر پای ته ورسوي او مخکې له دې، چې  د کرګې د اوړي رخصتي پیل شي، باید نوماند وزیران ورته معرفي شي.

په ولسي جرګه کې د دایکندي استازی صادقي زاده نیلي په ډاګه کړې، چې د پارلمان رخصتۍ رالنډې شوي او د حکومت لخوا ۱۴ مصودې له پاملرنې غورزول شوې او په هوا کې ځوړندې پاتې دي.۴۵ سلنه وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي، چې له شل سلنې لږ پراختیایي  بودجه یې لګولې ده. دا هغه اړین کارونه دي، چې جرګه یې باید په اړه خپله پرېکړه ولري. 

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي هم له حکومت څخه ورته غوښتنه لري او وایي، څومره، چې ژر کیږي کاندید وزیران دې ور وروپېژندل شي او د قانون ماتولو بهیر دې نور ودریږي.

د نوموړي په باور؛ د سرپرست وزیرانو په شتون کې ستونزې ډېرې دي او د پراختیایي بودجې په لګښت کې ځنډ را منځته کیږي.

د یادونې وړ ده، چې ولسي جرګې د علومو اکاډمي قانون، چې د ولسمشر په فرمان برابر شوی په څلور څپرکو او ۴۴ مادو کې د رایو په اکثریت تصویب کړ.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …