عاجل خبرونه

حکومت سویل ختیځو ولایتونو ته د برښنا د لېږد تړونونه لاسلیک کړل

(Last Updated On: January 28, 2017 7:23 pm)

vlcsnap-2017-01-28-19h20m13s14

حکومت لوګر، پکتیا او خوست ته د برښنا د لېږد تړونونه له هندي کمپنیو سره لاسلیک کړل.

د برښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري وايي، د دې پروژو بشپړیدو ته دوه کاله وخت ټاکل شوی او د هندي کمپنیو له خوا یې کارونه تر سره کیږي.

د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې؛د دغو پروژو پر تطبیق ۵۵.۸میلیون دالر لګښت راځي،چې لهافغان حکومت سره د آسیا پراختیايي بانک له مرستې تمویلېږي.

د آسیا پراختیايي بانک،چې سویل ختیځو ولایتونو ته د برښنا د لېږد پروژې تمویلوي په ډاګه کړې،چې د انرژۍ په برخه کې به له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د آسیا پراختیایي بانک استازې توماس پنیلا وایي، دا تړونونه به د لومړي ځل لپاره ددرې مهمو ولایتونو خلکو تهانرژي برابره او دډاډمن لاسرسي زمینه مساعده کړي.دا مهم ولایتونه دي،چې پرمختګ ته اړتیا لري او آسیایي بانک ویاړي،چې  لوګر، پکتیا او خوست ته د انرژۍ د لېږد پروژې تمویلوي.

د دې پروژې په بشپړیدو به د لوګر په مرکز پل علم کې ۱۳۰۰۰ کورنۍ، په ګردیز او وزي ځدران ولسوالۍ کې اتلس زره پېنځه سوه کورنۍ او په خوست کې ۱۳۰۰۰ کورنۍ له برښنا برخمنې شي.

خبریال: محمد یوسف یاسا

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …