عاجل خبرونه

حکومتي مشرانو د ۲۵ زره ملکي خالي بستونو شتون منلی

(Last Updated On: اپریل 1, 2016)

vlcsnap-2016-04-01-16h02m48s159

حکومتي مشرانو په تازه څرګندونو کې منلي،چې په دولتي ملکي بنسټونو کې شاوخوا پېنځه ویشت زره خالي بستونه شتون لري.

ولسمشر غني په خپلې تازه مرکه کې ویلي؛له هغو افغانانو سره هیڅ راز خواخوږي نه لري،چې بهر ته تللي دي.

خلک وایي،د بې کارۍ له کبله  افغانان د بهر سفر ته نیت کوي.

دوي دا نه مني،چې ګنې حکومتي ادارو کې دې پېنځه ویشت زره بستونه خالي وي.

له نږدې دوه سوه پنځوس زره افغانانو،چې تېرکال یې هېواد پریښود، شاوخوا اویا سلنه یې ځوانان دي.

شنونکي وایي، له هېواده د وتونکیو ستره برخه ځوانان جوړوي او ځوانان د کاري زمینو د نه شتون له کبله مهاجرت ته ملا تړي.

د کابل اوسیدونکیاحسان الله وایي، نه کار شته او نه کاري زمینې او مونږ له خالي بستونو خبر نه یو.

د کابل ښار یو بل اوسیدونکی عین الله وایي، مونږ هره ورځ په رسنیو کې د دوی دروغ اورو او وینو، چې په وزارتونو کې نه کار شته او نه کار چاته پیدا کیږي.

د کارګرانو د صنفي  ټولنې رییسکاکوجان نیازی وایي، په دولتي ادارو کې خالي بستونه د بې کاره ځوانانو له پاره نه دي، بلکې دا د شخصي فرمایشاتو بستونه دي،چې هر حکومتي چارواکی په کې د خپلې علاقې وړ کس وټاکي.

د ټاکنیزو کمپایونونو پر مهال د ولسمشرغني او اجرائیهرییس عبدالله عبدالله مهم شعار خلکو ته کاري فرصتونه برابرول ول؛خو نه یوازې،چې خلکو ته کاري زمینې برابرې نه شوې، بلکې په کار کې بوخت کسان وزګار شول.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …