حکمتیار د لنډمهالي حکومت له جوړیدو او د ولسمشرۍ د ټاکنو له ځنډیدو سره مخالفت څرګند کړ

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018)

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو او ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي ځنډیددو له طرحې سره مخالفت څرګند کړی دی.

که څه هم ولسمشریزو ټاکنو ته پېنځه میاشتې پاتې دي؛ خو اوس یې د ځنډیدو اوازې ګرمې او په اړه یې بېلابېل غبرګونونه ښکاره شوي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لنډ مهالي حکومت د جوړیدو او ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي ځنډیدو له طرحې سره مخالفت وښود.

هغه ویلي؛ نوره اجازه نه ورکوي، چې د بن ناستې ناورین بیا په هېواد کې تکرار شي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې، سیاسي ګوندونه به ولسمشریزو ټاکنو ته پر یوه مشخص کاندید هوکړه وکړي او د بن ناستې ته به بله ورته هیڅ ناسته د ولسمشریزو ټاکنو ځایناستې نشي.

حکمتیار دا ټینګار هم وړاندې کړی؛ سیاسي مطرحو ګوندونو هوکړه کړې، چې ولسمشریزو ټاکنو ته مشخص کاندید ودروي.  په دوی کې د حکمتیار ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د حزب وحدت مردم ګوند، د کریم خلیلي په مشرۍ د حزب وحدت اسلامي ګوند، جنبش ملي اسلامي ګوند، محاذ ملي، افغان ملت او نور ګوندونه شامل دي.

د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار وایي: یو شمېر ګټورو ګوندونو هوکړه کړې؛ راتلونکیو ټاکنو ته به داسې همغږي شي، چې ټول کورنيان او بهرنیان د خپلو معقولو غوښتنو او پوښتنو منلو ته اړ ټینګار هم پرې وکړي.        

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې تر دې دمه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره پر یوه جامع او هر اړخیز مهالوېش هوکړه نده رامنځته شوې.

   د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حقپرست وایي؛ ټاکل شوې وه، چې په روانه اوونۍ کې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلام شي؛ خو اوس هم نه یوازې د یوه هر اړخیز مهالوېش پر سر له بېلابېلو اړخونو سره خبرې روانې دي، بلکې د یادو ټاکنو د بودجې چمتو کولو لپاره مو هم هڅې ګړندۍ کړې دي.

که څه هم حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د ټاکنو په تر سره کیدو کې هیڅ ځنډ نه مني؛ خو په وروستیو کې امریکایي ورځپاڼې وال ستریت ژورنال ویلي، واشنګتن هڅه کوي، چې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په موخه د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي.

خبریال: شاهپور فرهمند

About Ariana News

Check Also

د مرمر ډبرو له ۵۰ ډېرې کارخونې له کارکولو پاتې دي

(Last Updated On: دسمبر 15, 2018) په کابل کې د مالیاتو د لوړیدو او د …