جگړه او د بهرنيانو مرستې افغانستان پخپلو پښو درولی نشي

(Last Updated On: December 11, 2015 4:27 pm)

خوست

د خوست ولایت د جرگو په  تالار کې د فکري بدلون په نوم د يوه ټولنيز بنسټ د پرانستلو غونډه جوړه شوه. د خوست والي په دغه غونډه کې د هېواد روانو حالتو ته په نغوته کې وويل، چې ځوانان د دې وطن جوړونکي دي.

 

د خوست والي حکم خان حبيبي وويل؛ جگړه او د بهرنيانو مرستې نشي کولى، چې افغانستان پخپلو پښو ودروي.

 

نوموړی له دغه نوي جوړ شوي بنسټ څخه وغوښتل، چې په ټولنه کې زدکړو ته د خلکو د هڅولو او د ملی فکر د خپرولو له پاره کار وکړي. 

 

د خوست والی زياتوي،د ځوانانو ستوونزو ته لاسرسی مې کاري دنده ده او له مدني ټولنو سره به په همغږۍ کې ټولنيزې او پرمختيايي چارې رهبري کړم.

 

د فکري بدلون ټولنيز بنسټ مشر عبدالجبار  جبارخېل  وايي، په ټولنه کې د ناوړه دودونو او ناوړو چارو پر خلاف مبارزه کوو او خلکو ته به د هېواد جوړونې فکر ورپه برخه شي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې په خوست کې ډېر شمېر مدني ټولنې جوړې شوي؛ خو له څو گوتو په شمار ټولنو پرته يې ډيرې تش په نوم فعاليتونه کوي. وبه ليدل شي، چي د فکري بدلون بنسټ به څومره گټورې ټولنيزې چارې ترسره کړي.

 

خبریال :فريدالله ظاهر.

 

سموونکی: قتیل زوی 

 

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …