عاجل خبرونه

جنګ ځپلیو هلمندیانو ته د سرې میاشتې مرستې ورسیدې

(Last Updated On: اګست 14, 2016)

vlcsnap-2016-08-14-15h10m49s111

په هلمند کې سرې مياشتې ټولنې سلګونه بېځايه شويو کورنيو ته خوراکي توکي وېشلي دي.

 د هلمند د سرې مياشتې ریيس اسدالله مايار وایي، دغه مرستې د يکشنبې په ورځ د سرې مياشتې ټولنې لخوا ۵۶۸ کورنيو ته ورکړشوې، چې په کې هرې کورنۍ ته وريجې، غوړي بوره او چای رسیدلی دی.

 د دغو مرستو د وېش پرمهال د هلمند د سرې مياشتې ریيس وويل؛ دا کورنۍ د دوی د ادارې لخوا د لښکرګاه ا ړوند د بولان په سيمه کې سروې شوې، چې له مارجې، نادعلي ولسواليو او چاه انجيرڅخه بيځايه شوې دي.

  هغه وايي؛ د د وی لخوا اوس هم سروې روانه ده، چې په نږدې راتلونکي کې به ګڼو نورو کورنيو ته هم يوه اندازه مرستې ورکړشي.

 که څه هم د هلمند والي وياند عمرځواک وايي، چې تر اوسه پورې د وروستيو ناامنيو له کبله ټولې ۱۵۰۰ کورنۍ بيځايه شوي؛ خو د هلمند د کډوالو چارو رياست وايي: له نادعلي، مارجې، ناوې او ګرمسیر ولسواليو څخه ۴۵۰۰ کورنۍ بيځايه شوې، چې د مرستو د چمتو کولو له پاره یې هلې ځلې روانې دي.

 د يو شمير بېځايه شويو کورنيو غړي وايي، د مرستو پرځای بايد د دوی په سيمو کې امنيت راوستل شي، چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شو.

 د دوی په خبره؛ له کورنو څخه يې يوازې خپل سرونه را ايستلي او نور يې د کور ټول وسايل پاتې دي، چې اوس بېلابېلو بېړنيو مرستو ته ډېره اړتيا لري.

 خبریال: نعمت الله زهیر 

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …