جنرال دوستم له ۱۴ میاشتو وروسته هېواد ته راستون شو

(Last Updated On: جولای 22, 2018)

د حزب جنبش سرچینې وایي؛ جنرال دوستم له حکومت سره د شوې هوکړې له مخې نن یکشنبه(د چنګاښ ۳۱) مازیګر مهال بېرته هېواد ته راستون شو او د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه به خپل کار پیلوي.

د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې نوموړی د یو شمېر دولتي او نادولتي مقاماتو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه ویلي وه؛ د جنرال دوستم اړوند ټولي موضوعګاني حقوقي بڼه لري، چې د قانون په رڼا کې به وڅېړل شي.

ویل کیږي، چې نوموړی د ولسمشرۍ د دوه یم مرستیال سروردانش تر منځ د شوې هوکړې له مخې هېواد ته راستون شوی؛ خو د احمد ایشچي د ادعاوو له مخې: د نوموړي دوسیه پای ته نه ده رسیدلې او قضایي بنسټونه به یې بشپړوي.

د یادونې وړ ده، چې جنرال دوستم څوارلس میاشتې مخکې د ناروغۍ پر لامل د ترکیې په هېواد کې اوسیده.

د نوموړي د راستنیدو خبرې هغه مهال تودې شوې، چې په دې وروستیو کې د نوموړي پلویان د قیصاري له نیولو سره سم شپاړس ورځې مخکې راوپاریدل او د قیصاري د خوشې کولو او د دوستم د راستنولو لپاره یې پر اعتراضونو او تاوتریخوالي لاس پورې کړ.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …