جنرال نیکلسون له طالبانو سره نېغو خبرو ته د امریکا چمتوالی رد کړ

(Last Updated On: July 17, 2018)

په افغانستان کې د ناتو ځواکونو د پریکنده ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون د دوشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۲۵) ناوخته له طالبانو سره نېغو خبرو ته د امریکا چمتوالی رد کړ.

نوموړي زیاته کړې، چې د ده څرګندونې په دې اړه ناسمې اخیستل شوي دي.

هغه په ډاګه کړې، چې ده یوازې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هغې څرګندونې ته نغوته کړې، چې امریکا د سولې له بهیره ملاتړ، مرستې او په خبرو کې ګډون ته چمتو ده.

له دې مخکې د فرانسې خبري آژانس ګزارش ورکړی و، چې د پرېکنده ملاتړ ځواکونو امریکایي قومندان جان نیکلسون د کندهار له سیمه ییزو چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا له طالبانو سره نېغو خبرو ته چمتوالی ښودلی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه خبرې د جون پر۱۶ چې د غبرګولي له ۲۶ سره برابره ده؛ د حکومت او طالبانو د درې ورځني اوربند پر مهال کړې وې.  

About Ariana News

Avatar

Check Also

حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دی- د بشرحقونو خپلواک کمیسیون

(Last Updated On: August 18, 2019)د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شپې د واده پر …