جنرال فیض محمد حمید د پاکستان د استخباراتو نوی ريیس ټاکل شوی

(Last Updated On: June 17, 2019)

په کابل کې شنونکيو ویلي، چې د پاکستان د استخباراتو د نوي رييس جنرال فیض محمد حمید له ټاکل کیدو سره به ښايي د افغانستان په سرحدي سیمو کې جګړه زور واخلي.

د پاکستان د استخباراتو د نوي رييس له ټاکل کیدو سره په کابل کې ظاهراً د خطر زنګونه وهل شوي دي. جنرال فیض محمد حمید، چې د پاکستان د استخباراتو د جاسوسۍ ضد څانګې رييس پاتې شوی او د استخباراتو ريیس ټاکل شوی یو له هغو څلور جنرالانو څخه دی، چې تازه یې ترفیع کړې.

په کابل کې د جنرال حمید له ټاکل کیدو سره یو څه اندېښنې را پورت شوې دي.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ديپلومات احمد سعیدي وايي؛ پاکستان له دې ټاکنې سره غواړي، چې امریکا یو ځل بیا وغولوي.

 د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نوموړی د افغانستان په چارو کې هڅاند او د مداخلې پخه وړتیا لري. هغه کولی شي جګړه هر اړخیزه کړي او له ټاکنې سره به یې په افغانستان کې جګړه زور واخلي.

پوځي کارپوه ظاهر عظیمي ویلي، چې پاکستان غواړي له دغه راز غوراوي سره د امریکا له فشارونو ځان خلاص کړي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان په دې وروستیو کې تر اقتصادي او سیاسي فشار لاندې دی؛ هڅه کوي، چې امریکا ډاډه کړي او ورته وښيي، چې د سولې په بهیر کې رښتینې هڅې تر سره کوي؛ خو په عمل کې باید په تمه شو، چې څه کیږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، که پاکستان له امریکا سره ښې اړیکې غواړي؛ نو د افغانستان د سولې په بهیر کې دې باید رښتینې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د کندهار امنیه قومندان تادین خان دې او يو شمېر نورو ولايتونو ته  د طالبانو د رهبرۍ لپاره د پاکستانيو طالبانو له راتګ  خبرورکوي.

خبریال: روهید اندیشمند

About Ariana News

Avatar

Check Also

د لوګر په خروار کې ۹۰ میله وسلې ترلاسه شوي

(Last Updated On: July 16, 2019)د لوګر امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت …