جنرال ریچارد اولسن د سیمې د ثبات په اړه اسلام آباد ته سفر کړی

(Last Updated On: اګست 28, 2016)

olson

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په مشرۍ یو لوړپوړي امریکايي پلاوي د پاکستان له لوی درستیز سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.

پاکستانيو رسنیو په ډاګه کړې، چې د اسلام آباد په سفر کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ریچارد اولسن سره په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قومندان جان نیکلسن هم ملګری شوی دی.

دوی د پاکستان د پوځ له لوري د ستیز جنرال راحیل شریف سره له پاکستان څخه افغانستان ته د طالبانو د اوښتو، د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ د منجمینت او د سیمې د ثبات په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان او هندوستان په تړاو د پاکستان بهرنۍ پالیسي د پاکستان د پوځ په ولکه کې ده.

About Ariana News

Check Also

د امریکا ولسمشر افغانستان او عراق ته د سفر تکل کړی

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په نږدې راتلونکې کې …