عاجل خبرونه

جنرال جان ایف کیمبل په راولپنډۍ کې له جنرال راحیل شریف سره وکتل

(Last Updated On: July 24, 2015 10:51 am)

rahel kambil

پهافغانستان کې د ناتود غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان امریکايي جنرال جان ایف کیمبل تېره ورځ ناوختهپه راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په اصلي مرکز کې د دغه هېواد له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره وکتل.

د پاکستاني خبري آژانسونو د راپور پر بنسټدواړو لوریوپه دې کتنه کې د دیورند کرښې په دواړو خواوو کې د افغان او پاکستانيوسرحدي ځواکونو ترمنځ د همږغۍ او همکارۍ پر ډېریدو خبرې وکړې.

جنرال کیمبل او جنرال راحیل شریف په داسي حال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پولو کې د همکاریو او همغږیو پر زیاتیدو خبرې وکړې،چې پاکستان له یوې خوا د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د تاسیساتو جوړول پیل کړي او له بلې خوا یې د ننگرهار او کونړ پر درېولسوالیو توغندي توغولي دي.

له بلې خوا د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو ځانگړي مرستیال طارق فاطمي، چې واشنگتن ته تللی ، د متحدو ایالتونو د ملي امنیت له سلاکارې سوزن راييس سره یې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په اړه خبرې اترې کړې دي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …