عاجل خبرونه

جمهوریت او ټاکنې مو سرې کرښې دي- اشرف غني

(Last Updated On: August 17, 2019)

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د دولت جوړوونکې ډلې مشر اشرف غني خپلې جوړې شوې ټاکنیزې ناستې ته ویلي؛ له طالبانو سره هغه مهال د سولې هوکړه مني، چې دا ډله د جمهوریت تر چتر لاندې راشي او ټاکنې ومني.

دا په داسې حال کې ده، چې اشرف غني او ملګري یې په ښکاره د سولې بهیر مخالفت کوي او طالبان د ولسمشرۍ ټاکنې د جګړې د دوام په معنا بولي او اوسنی سیاسي نظام هم نه مني؛ خو اشرف غني د ټاکنو په لټه کې دی او د جمهوریت سیاسي نظام هم سره کرښه ګڼي، چې معامله پرې نه کیږي.

د دولت جوړوونکې ډلې مشر اشرف غني څرګنده کړې، چې د سولې له هوکړې وروسته د لیږد پړاو مني؛ خو په دې شرط، چې طالبان د سولې هوکړې لپاره، د جمهوریت سیاسي نظام او ټاکنې ومني.

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې د لومړي مرستیال امرالله صالح د ټینګار له مخې؛ د طالبانو مشران د خبرو او مذاکراتو توان نلري.

دولت جوړونکې ډله طالبانو ته د سولې د خبرو په پنځ(اوج) کې د کنایې په ژبه یو لړ پیغامونه وړاندې کوي.

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال سرور دانش هم د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنې د امارت او جمهوریت سیاسي نظام تر منځ د ټاکلو آزموینه بولي.

د سولې خبرو تر څنګ دولت جوړونکې ډله په خپل ټاکنیز کمپاین کې تل ټینګار کوي، چې په ټاکنو کې  له بریالیتوب وروسته به د دوی په خبره د زورواکو او امتیاز اخیستوونکیو ټغر ټول کړي او د واک په وېش کې به د سهامي شرکت دروازه هم تړلې وساتي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د ناتو له مشرانو سره مشورې کوي

(Last Updated On: January 27, 2020)د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد …