جرمني د افغان پناه غوښتونکیو د ویستو بهیر ودراوه

(Last Updated On: جون 3, 2017)

د جرمني لومړۍ وزیره وایي، یوازې به هغه افغانان له جرمني وویستل شي، چې جرمي مخینه ولري.

په کابل کې د چهارشنبې له برید وروسته، چې د جرمني سفارت ته نږدې وشو؛ د جرمني لومړۍ وزیرې انگلا میرکل وویل؛ یوازې به هغه  کډوال  وویستل شي، چې د خپل مهاجرت اسناد د آلمان د مهاجرت چاوراکو ته ونه سپاري.

د نوموړې په وینا؛ جرمني به هغه مجرمان وباسي، چې دې هېواد ته ګواښ  رامنځته کوي. د کډوالو ویستل اوس د هغوی له دوسیو سره تړاو لري. څوک، چې خپل اسناد مونږ ته ونه ښیي، بېرته به افغانستان ته ولیږل شي.

د جرمني لومړۍ وزیره وایي، ترهګري په انګلستان، پاریس او کابل کې بې ګناه وګړي په نښه کوي.

مونږ د افغانستان په ګډون د نړۍ  په بېلابېلو سیمو کې د انسانانو پر آزادۍ، عزت او حقونو باور لرو. مونږ د ترهګرو پر ضد جګړه پیل کړې او باور لرو، چې په دې جګړه کې به بریالي کیږو.

د کابل چارشنبې ورځې په برید کې د  جرمني سفارت دوه کارکوونکي ټپیان شول او د سفارت ځینې برخې هم زیانمنې شوې.

جرمني په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ د جګړه ځپلو هېوادونو د یو میلیون پناه غوښتونکیو کوربه و، چې له سل زره زیات یې افغانان ول.

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …