عاجل خبرونه

جاپان د هېواد په ختیځ کې د ناکامورا پروژې بشپړوي

(Last Updated On: December 9, 2019)

په کابل کې د جاپان سفیر ویلي؛ د دوی پراختیایي پروګرامونه به په افغانستان کې د ناکامورا د نیمګړیو پروژ روان ساتل او بشپړول وي.

په کابل کې د ټیکاو ملي ټولنې د داکتر تتسو ناکامورا له هڅو ستاینه وکړه، چې په کې یو شمېر حکومتي چارواکو هغه ته د اتل لقب ورکړ.

په کابل کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزکا، چې په دې ناسته کې ګډون کړی و وایي، جاپان هڅه کوي د افغانستان په ختیځ ګمبیري کې د ناکامورا نیمګړې کارونه بشپړ او د افغانستان نورو برخو ته هم پراخه کړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال آصف صدیقي ویلي؛ د داکتر ناکامورا له کړنو د افغانانو درناوی دا ښیي، چې افغانان د سولي تږي دي.

د ولسمشر سیاسي سلاکار ضیاالحق امرخېل وایي، چې ای مشرانو له ناکامورا یې زده کړئ او د خلکو سولې او هوساینې ته پام راواړوئ.

ناکامورا له ۱۹۹۱ کلونو څخه تر ۲۰۱۹ کاله  د افغانستان په ختیځه برخه کې د روغتیا، کرني او بیخبنایي کارونو په برخو کې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تاوتریخوالي د کمښت طرحې ځنې برخې په ډاګه شوې

(Last Updated On: February 20, 2020) له آریانانیوز سره ځینو سرچینو د تاوتریخوالي د کمې …