عاجل خبرونه

جاهلان د ښوونځیو دښمنان دي-عبدالله

(Last Updated On: April 12, 2018 6:53 pm)

اجرائیه رییس د ادارې او حساب دارۍ انستیتوت د نوې ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې ویلي، چې جاهلان د ښوونځیو دښمنان دي؛ خو افغانان د ښوونځیو د بنسټ اېښودو په هڅه کې دي.

دا مهال د ناامنیو له کبله په ټول هېواد کې نږدې ۱۰۰۰ ښوونځي تړل شوي او د جګړو دوام د نورو ښوونځیو د تړلو وېره زیاته کړې ده.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، خلک د دولت د وسلوالو مخالفینو د مفکورې خلاف د ښوونځیو د جوړیدو په هڅه کې دي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله زیاته کړې: سږنی کال د پوهنې کال نومول شوی، چې د ښوونې د ښه کیدو له لارې د هېواد بچیانو ته خدمت وکړو. زه ژمنه کوم، چې د خپلو خلکو او پوهنې په خدمت کې یم.  جاهلان او ناپوهان د پوهنې ستنې ړنګوي؛ خو د افغانستان خلک یې بنسټونه ټینګوي.            

د پوهنې وزارت سرپرست وایي؛ پوهنه باید په تدریج سره لویه لار ووهي، چې ودې او پراختیا ته ورسيږي.

د پوهنې وزارت سرپرست محمد میرویس بلخي وایي: د پوهنې وزارت وده او پراختیا باید اوږده لار  ورو ورو، ووهي. مونږ تر اوسه د په کار پوهو زدکوونکيو پر وړاندې کولو بریالي شوي نه یو. دا هغه څه ، چې د افغانستان دولت یې غواړي.   

د پوهنې وزارت د پوهنې د ودې او پراختیا لپاره د یوې ژمنې پلي کیدل؛ همدا د مسلکي او تخنیکي پوهنې لپاره د نوې ودانۍ جوړیدل او ګټې اخیستنې ته سپارل دي.

خبریاله: دیانا صمدي

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …